په غزني کې د محرم د عزادارۍ دستورو امنیت خلکوته سپارل شوی
(last modified Sat, 30 Jul 2022 10:10:08 GMT )
Jul 30, 2022 14:40 Asia/Kabul
  • په غزني کې د محرم د عزادارۍ دستورو امنیت خلکوته سپارل شوی

دغزنی  دپولیسو قوماندان وئیلي دي،د محرم د عزادارۍ دستورې دې د ولسوالیو په جوماتونو ،امامباړو او نورو عبادتځایونو دننه  ترسره شي.

تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،د افغانستان د غزني  ولایت د پولیسو قومانان  بازمحمد فیضان  ددغه ولایت له خلکو وغوښتل څو دمحرم  دعزادارۍ د   دستورو دشپو ورځو  امنیت دې پخپله تامین کړي او  په واټونو کې دې له شتونه ډډه وکړي .

په غزني کې  ځاي سرچینو رسنیو ته وئیلي دي ،دغزني  ولایت د پولیسو د قوماندان دغه څرګندونې، په غزني کې د اهل تشیّع   له استازو سره  په لیدنې کې شوي دي .

دغزنی  دپولیسو قوماندان دغه راز وئیلي دي،د محرم د عزادارۍ دستورې دې د ولسوالیو په جوماتونو ،امامباړو او نورو عبادتځایونو دننه  ترسره شي.

دتیرې اونۍ په وروستیو کې  په مختلفو ولایتونو کې د افغانتسان  دشیعه عالمانو د شورا نمایندګیو   وئيلي وو،په دغه هیواد کې به خلک د محرم دستورې  دتیرو کلونو په نسبت په لاپرتم او ولولې سره ترسره کړي .

داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې  په وروستیو کلونو کې  دکابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کې  پر شعیانو په کرتو حملې کړي او په سلګونو لمونځ ګوزار او عام  خلک ئې په وینو کې لیت پیت کړي دي .

راپورونه ښئ  د افغانستان دکابل پشمول د مختلفو ولایتونو او ولسوالیو کې   دحضرت امام حسین علیه السلام   په غم کې  جوماتونه او امامباړې  او عبادټځایونه په تورو کپړو سره پوښل شوي او په  کوڅو  او بازارونو کې د مرثّیو او مداحیو غږونه آوریدل کیږي  او ځاي په ځاي د  چایو او شربتو صلواتي سټالونه لګول شوي دي

Image Caption