د محرم دستورې دې په پرتمینه توګه ولمانځلې شي
د افغانستان د شیعه عالمانو شورا په پرتمینه توګه د محرم د دستورو په ترسره کولو ټینګار وکړ
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا په یو پيغام کښې د دغه هیواد له خلکو وغوښتل چې په پرتمینه توګه د حسیني محرم د دستورو د ترسره کولو په ترڅ کښې امنیتي سپارښتنو ته توجه وکړي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د شیعه عالمانو شورا پرون په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې افغانستان تل له ډول ډول تپل شویو بدلونونو سره مخامخ پاتې شوی دی خو هغه څه چې ثابت او پایداره پاتې دي، په اسلام باندې کلکه عقیده او د خدای له پیغمبر او د هغه له ګرانو اهلبیتو په تیره بیا د رسول ا... مبارک د زړه له ټوټې امام حسین علیه السلام سره مینه ده.
د افغانستان د شیعه علماؤ شورا په خپلې بیانیې کښې ویلي چې د عدل او انصاف په ټینګولو باندې تاکید د حسیني عاشورا د غورځنګ یو اصلي شعار دی او دا هیواد د څلویښتو کالو د جنګ او نښتو په وجه اوس وحدت، صمیمیت، ورورولۍ او تفاهم ته سخت ضرورت لري.