په هیرمند کښې د ایران او د طالبانو نښته شوي ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119186-په_هیرمند_کښې_د_ایران_او_د_طالبانو_نښته_شوي_ده
د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان د هیرمند ولسوال میثم برازنده د دغه ولسوالۍ په سرحد کښې د طالبانو ډلې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 10:37 Asia/Kabul
  • په هیرمند کښې د ایران او د طالبانو  نښته شوي ده

د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان د هیرمند ولسوال میثم برازنده د دغه ولسوالۍ په سرحد کښې د طالبانو ډلې او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ځواکونو ترمینځ د نښتې خبر ورکړ.

هغه نن له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل نن غرمه د هیرمند ولسوالۍ په شغالک سیمه کښې د طالبانو د ځواکونو او د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحد ساتي ځواکونو ترمینځ  نښته شوي ده .

میثم برازنده وویل د دغه نښتې د علت او د مرګ ژوبلو په هکله به وروسته اطلاعات خپاره شي.

دا څوم ځل دی چې د ایران او د افغانستان ترمینځ له سرحدي مسائیلو سره د طالبانو د سرحدي ځواکونو د نا بلدتیا او بې تجربې توب د ایران او د افغانستان ترمینځ د اختلاف او نښتې سبب کیږي.