کابل کښې د لوړو ودانیو د جوړولو بندیز ختم شو
د افغانستان د پلازمینې کابل ښاروالۍ د کار کسب د فرصتونو د رامینځته کیدو او د اقتصادي تحرک په موخه په دغه ښار کښې د دنګو ودانیو د جوړولو محدودیت ختم کړ
د افغانستان د پلازمینې کابل ښاروالۍ د کار کسب د فرصتونو د رامینځته کیدو او د اقتصادي تحرک په موخه په دغه ښار کښې د دنګو ودانیو د جوړولو محدودیت ختم کړ
د کابل د ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: د تیرو وختونو په اپوټه کوم کسان چې په پلازمینه کښې د لوړو ودانیو جوړولو ته لیوالتیا لري، د دغه کار لپاره د جواز اخیستو اقدام کولې شي.
بارکزي د دې فیصلې هدف د کار او کسب رامینځته کول، د ساخت و ساز یا کنسټرکشن په صنعت کښې له موجوده زوال څخه وتل او د ښار پراختیا وبلله.
خو د ودانیو د جوړولو د برخې یوشمیر فعالانو د دغې پریکړې په غبرګون کښې ویلي دي چې اقتصادي کړکیچ او د ساختماني مصالحو د بیې زیاتوالی سبب شوی چې د نویو ودانیو جوړولو ته لیوالتیا کمه شي.