هرات، د افغانستان د لویدیځو سیمو د فوټبال اتل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119216-هرات_د_افغانستان_د_لویدیځو_سیمو_د_فوټبال_اتل_شو
د افغانستان د غرب د فوټبال په سیالو کښې د هرات ولایت نماینده ټیم د اتلولۍ مقام وګټه
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 01, 2022 05:00 Asia/Kabul
  • هرات، د افغانستان د لویدیځو سیمو د فوټبال اتل شو

د افغانستان د غرب د فوټبال په سیالو کښې د هرات ولایت نماینده ټیم د اتلولۍ مقام وګټه

د افغانستان په لویدیځ کښې د فوټبال د لوبډلو سیالۍ چې د دغه هیواد د اتلانو لیګ ته د رسیدو لپاره په هرات ولایت کښې ترسره شوې، پرون د دغه ولایت د ټیم په وړومبي مقام ترلاسه کولو سره پاې ته ورسیدلې.

د دغو سیاليو په وروستۍ ورځ چې د افغانستان د فوټبال فیډریشن مشر، د هرات د کلتور او اطلاعاتو مشر، د تربیت بدني مشر او د هرات د فوټبال ګڼ شمیر پخوانیو لوبغاړو هم شتون درلود، د(اټیک انرجي) په نامه د هرات ولایت نماینده ټیم د ترټولو زیاتو پوانټونو په ترلاسه کولو سره، د افغانستان د اتلانو یا چیمپینز لیګ ته ورسیده.

په دغو سیالیو کښې د هرات، فراه، نیمروز، غور او بادغیس ولایتونو ټیمونو شتون درلود.