جاپان په افغانستان کې خپلې نیمګړې پروژې بشپړوي
جاپان له دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړولو او پوره کولو خبر ورکړی و
د جاپان سفیر تاکاشي اوکادا د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د جاپان له لوري تمویلېدونکې نیمګړې پروژې بشپړې کړي.
کلید خبري ګروپ لیکلي چې له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي: اوکادا دغه راز وویل چې دوی چمتو دي د سرې میاشتې له لارې په افغانستان کې د طبیعي پېښو له کبله له زیانمنو شوو خلکو سره اړینې مرستې وکړي.
په همدې حال کښې د طالبانو سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له مرستو د مننې ترڅنګ د دغو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې جاپان له دې وړاندې هم په افغانستان کې د خپلو پروژو د بشپړولو او پوره کولو خبر ورکړی و.