طالبانو د ابادونې ډیرې پروژې تکمیل کړي دي
صدای افغان خبري اژانس وايي د طالبانو موقته حکومت په تیر کال کښې د ابادونې د سلګونو پروژو د بشپړیدا خبر ورکړ.
د طالبانو د موقته حکومت د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب پرون وویل له مشکلاتو، محدودیتونو او بایکاټونو سره سره دغه ورازت په تیر کال کښې د کابو یو میلیونه ډالرو په ارزښت سره د ابادونې یوزر او نهه اویا پروژې پاې ته رسولي دي.
هغه د دغه وزارت د یوه کال کړچار په بیانولو سره وویل په دغه موده کښې د نیمه کاره ابادونې د پروژو په بشپړیدا سربیره په میدان وردک ، ننګرهار، پروان ولایتونو او نورو سیمو کښې له سیلاب ځپلیو سره خوراکي او د نقدو پیسې مرستې هم شوي دي.
هغه د افغانستان له ټولو اقتصادي ادارو په تیره بیا خصوصي برخې وغوښتل چې د اقتصادي ودې په هدف سره خپل پروګرامونه او پلانونه د طالبانو د اقتصاد وزارت ته وړاندې کړي.