په بلخ کې د داعش د یوه مرکز تباه شوی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119258-په_بلخ_کې_د_داعش_د_یوه_مرکز_تباه_شوی_دی
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د داعش يو ترهه گر لومړى ټپي شوى او بيا نيول شوى او دوه تنه په تېښته بريالي شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 02, 2022 09:29 Asia/Kabul
  • په بلخ کې د داعش د یوه مرکز تباه شوی دی

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د داعش يو ترهه گر لومړى ټپي شوى او بيا نيول شوى او دوه تنه په تېښته بريالي شوي دي.

د بلخ امنیتي چارواکي د داعش وسله والو تر منځ د نښتې خبر ورکوي، دوی وايي، د داعش یو وسله وال چې په مزارشریف ښار کې په یو کور پټ شوي و، د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او د داعش یو مرکز یې نیولی دی.

افغان غږ خبری آژانس وایی د بلخ د پولیسو ویاند محمد آصف وزیری   وویل د مزارشریف ښار په څلورمه حوزه کې د داعش خوارج ځواکونو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه چې نیم ساعت یې دوام وکړ.

هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې د داعش يو ترهه گر لومړى ټپي شوى او بيا نيول شوى او دوه تنه په تېښته بريالي شوي دي.

وزيري زياته کړه: جګړه وروسته له هغه پيل شوه چې د داعش يو وسله وال چې غوښتل يې د مزارشريف ښار په لسمه ناحيه کې د يوه ملاتړي کور ويجاړ کړي د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو او بيا په څلورمه ناحيه کې د هغوى مرکز کشف او په نښه شو.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې امنيتي ځواکونه په جدي توګه هڅه کوي چې تښتېدلي کسان ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

وزیري ویلي، چې د داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې یو امنیتي عسکرهم وژل شوی دی.

په همدې حال کې له تیرو څو ورځو راهیسې د محرم له پیل سره سم په مزارشریف ښار کې د ماتم مراسم روان دي او د طالبانو ځواکونه د دې مراسمو د امنیت د تامین مسوولیت په غاړه لري.