د شپږیزه کرکټ لیګ پایلوبه سپین غر وګټله
Aug 05, 2022 00:35 Asia/Kabul
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو فاینل لوبه پرون د سپین غر پړانګانو او بوست ساتونکو لوبډلو تر منځ وشوه
د اتصالات شپږیزه کرکټ لیګ سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شوې وې، پرون یې پایلوبه د سپین غر پړانګانو او بوست ساتونکو لوبډلو تر منځ وشوه.
په پایلوبه یا فاینل کې سپین غر لوبډلې د بوست ساتونکو ته د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ چې بوست لوبډلې پوره نه کړې شو.
که څه هم د بوست لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي په پایلوبې کې تر ۵۰ډېرې منډې وکړې خو ګټه یې په نصیب نه شوه.
د اتصالات شپږیزه لیګ سیالۍ د جولاۍ پر ۱۸مه د کابل د کرکټ په «نړیوال لوبغالي» کښې پیل شوې او ټولټال ۱۹ ورځې روانې وې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د دغه لیګ ستر هدف د کرکټ پرمختګ و.
ټیګونه