طالبان: تایوان ته د پلوسي سفر راپارونکی و
د طالبانو خارجه وزارت: د واشنګټن او بیجنګ ترمینځ شخړې باید له صلحه ایزو لارو هوارې شي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د (واحد چین) له سیاسته په ملاتړ سره، تایوان ته د امریکې د کانګرس د مشرې سفر راپارونکی وباله او ویې ویل: د واشنګټن او بیجنګ ترمینځ شخړې باید له صلحه ایزو لارو هوارې شي.
د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت تایوان ته د امریکې د کانګرس د مشرې نانسي پلوسي له سفر وروسته د واشنګټن او بیجنګ ترمینځ د شخړو د زیاتیدو په غبرګون کښې وویل: له ټولو هیوادونو غواړو چې د نورو هیوادونو د ملي حاکمیت د خلاف ورزۍ سبب کیدونکو او د راپارونکو اقداماتو زمینه برابرونکو فیصلو څخه ډډه وکړي.
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وویل: د چین او امریکې ترمینځ اړیکې د سیمې پر امنیت، ثبات او سوکالتیا باندې اغیزه کوي. هغه زیاته کړه: مونږ له ټولو هیوادونو غواړو چې کومې فیصلې چې د هیوادونو ملي واکمني نقضوي او د راپارونکو اقداماتو سبب کیږي، له هغو دې ډډه وکړي.