له کابله نوي ډیلي ته د آریانا هوايي شرکت الوتنې دوباره پيلیږي
Aug 05, 2022 03:07 Asia/Kabul
د آریانا په نامه د هوايي چلند شرکت له کابل نه نوي ډیلي ته خپل پروازونه ډیر زر پيلوي
د تیر کال په آګست میاشتې کښې په افغانستان باندې د طالبانو په واکمنیدو سره د هندوستان په شمول ځینو هیوادونو ته د آریانا هوايي شرکت الوتنې بندې شوې وې.
دغه هوايي شرکت پرون وویل چې له کابل نه نوي ډیلي ته خپل پروازونه په اونۍ کښې په یوې الوتنې سره پيلوي.
آریانا افغان هوايي شرکت ویلي چې ویاړ کوي چې له یوې اوږدې مودې وروسته د هندوستان ډیلي ښار ته خپلې الوتنې یوځل بیا پيلوي.
د ویلو ده چې د هوايي چلند دغه افغان شرکت له دې مخکښې ایران، پاکستان، روسیې، متحده عرب اماراتو، قطر او ترکیې ته خپل پروازونه پیل کړي وو.
ټیګونه