طالبان دې په افغانستان کې د حسیني عزادارو امنیت تامین کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119396-طالبان_دې_په_افغانستان_کې_د_حسیني_عزادارو_امنیت_تامین_کړي
پرون په کابل کې په اکبرخان مینه  حوزې کې  په یوې زورورې چاودنې کې  کابو اته کسان شهیدان اوپه لسګونو نور ټپيان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله ښودل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2022 00:42 Asia/Kabul
  • طالبان دې په افغانستان کې د حسیني عزادارو امنیت تامین کړي

پرون په کابل کې په اکبرخان مینه  حوزې کې  په یوې زورورې چاودنې کې  کابو اته کسان شهیدان اوپه لسګونو نور ټپيان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله ښودل شوي دي.

د ایران داسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی ناصرکنعاني  د افغانستان په کابل کې د ترهه ګرو چاودنو په محکومولو سره  ټينګار کړی ، دا تمه کیږي چې  د افغانستان د سرپرست حکومت  چارواکي  په جوماتونو او دعزادارۍ په دستورو کې  د حسیني عزادارو  شتون ته په بام سره، دامنیت دتامینولول پاره لازیات تمهیدات برابر کړي.

ایرناخبري آژانس راپور ورکړ،ناصر کنعاني د افغانستان په کابل ښار کې پرون  په ترهه ګرو چاودنو کې  د افغانستان دیوشمیر بې ګناه  ښاریزو په شهادت اوټپي کیدا د ژورې غمرازئ او خواخوږئ په ښودلو سره  دغه  ترهه ګرې او غیر انساني حملې په کلکه وغندلې  او په ډاګه ئې کړه ،تورزړي جنایتکار ترهه ګر  به هیڅکله هم  په دغو غیر انساني اقداماتو سره د مسلمانانو ترمینځ درز او تفرقه رامینځةنه کړي او باید د  افغانستان  ولس  پخپل اتحاد او وروورلۍ سره دغه دسیسې شنډې کړي  او طالب چارواکو ته پکارده د  درستو افغان ښاریزو  امنیت او حفاظ تامین کړي او جنایتکارو  او تورزړو  ترهه ګرو ته د فعالیتونو اجازت نه ورکوي .

پرون په کابل کې په اکبرخان مینه  حوزې کې  په یوې زورورې چاودنې کې  کابو اته کسان شهیدان اوپه لسګونو نور ټپيان شوي دي چې ځيني پکې مرګي حاله ښودل شوي دي.