په کابل کښې د پرون خونړۍ چاودنې ته سخت غبرګونونه څرګند شول
د کابل ښار په شپږمه ناحیه کې د تېرې شپې چاودنې سخت غبرګونونه راپارولي دي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت تیر ماښام په کابل کښې شوی دغه برید غندلی او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د دې پېښې په غبرګون کې د طالبانو د حکومت ځواکونه د افغانانو د امنیت مسئول بللي دي.
بینیټ په یوه ټویټ کې ویلي چې داعش ډلې د تېرو بریدونو په دوام کښې د کابل په یوه ګڼ میشته سیمه برید کړی.
په تېر حکومت کې د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د دې پېښې په غبرګون کې په یوه ټویټ کې ویلي دي، پر مذهبي ځایونو برید یو «نه بخښونکی جنایت» دی او هېڅ توجیه نه لري.
د يادونې وړ ده، چې پرون د کابل ښار د شپږمې ناحيې اړوند سر کاریز سیمه کې د ځاى پر ځاى شويو توکو د چاودنې له کبله ٨ تنه مړه او ١٨ نور ټپيان شوي وو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې دغه برید غندلی او عاملین یې د اسلام دښمنان بللي دي.
داعش ترهګرې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه اخیستی دی.