د افغانستان د شیعیانو په ضددې دترهه ګروحملو مخنیوی وشي
د ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر او د افغانتسان سیاسی شخصیّتونو ، ددغه هیواد داهل تشیَّع پر عبادتځایونو د ترهه ګرو حملو پر مخنیوی ټينګار وکړ. له هیواده په بهر کې د افغانتسان یو شمیر سیاسی شخصیّتونوچې یوه سیاسی جبهه (شورای مقاومت ملی برای نجات افغانستان)ئې جوړه کړې ده په یوې اعلامیې کې د کابل په لویدیځ کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندلي او وئيلي ئې دي، د افغانستان اهل تشیَع کلونه کلونه کیږي ، چې د ترهه ګرو ډلو له غیر انساني او غمیزه رامینځةکونکو حملو سره مخ دي، چې باید ورسره خواخوږي وشي
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د ملګروملتو دنمایندګۍ دفتر (یوناما) په کابل ښار کې د حسینی عزادارو په ضد د وروستیو چاودنو په غبرګون کې ، ددغه شان حملو دپيښیدا دمخنیوي او ددغو یرغلونو په باب د شفافې ارزونې غوښته وکړه.
په افغانستان کې د بشری حقوقو په چارو کې د ملګروملتو ځانګړي رپورټر ریچرډ بنټ دکابل ښار په لویدیځ کې په پل سوخته سیمې کې د پرونۍ چاودنې په غبرګون کې ووئيل ، د کابل ښار په لویدیځ کې په ګڼې ګوڼې بازار کې پر عامو خلکو غمیزناکه حمله د داعشي جنایتکارو د حملو یوه بله بیلګه ده او ددغه جنایت عاملان باید محاکمه شي.
همدرااز د له هیواده په بهر کې د افغانتسان یو شمیر سیاسی شخصیّتونوچې یوه سیاسی جبهه (شورای مقاومت ملی برای نجات افغانستان)ئې جوړه کړې ده په یوې اعلامیې کې د کابل په لویدیځ کې وروستۍ چاودنې په کلکه غندلي او وئيلي ئې دي، د افغانستان اهل تشیَع کلونه کلونه کیږي ،چې د ترهه ګرو ډلو له غیر انساني او غمیزه رامینځةکونکو حملو سره مخ دي، چې باید ورسره خواخوږي وشي
د افغانستان دپخواني حکومت خارجه وزیر حنیف اتمر هم ددغو چاودنو په غبرګون کې وئيلي دي ، ددغو جنایتونو عاملان تل د مونږ د خلکو له ورورولۍ او یومټي کیدا سره خپل دښمني نندارې ته وړاندې کړې ده او د هغو مظلومو خلکو وینه بهوي چې له ډيرو مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي.