ایران ته وارد شوي اوبۀ دحقابه مقرراتو په اساس محاسبه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119472-ایران_ته_وارد_شوي_اوبۀ_دحقابه_مقرراتو_په_اساس_محاسبه_کیږي
د طالبانو د اوبه خور دچارو وزارت د پرون ناوخته اعلامیې په  اساس هغه اوبۀ چې  نن سبا  د ایران  خاورې ته واردیږي، له ایراني لوري سره ، دهیرمن سین داوبو دتړون په اساس محاسبه کیږي.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 08, 2022 00:02 Asia/Kabul
  • ایران ته وارد شوي اوبۀ دحقابه مقرراتو په اساس محاسبه کیږي

د طالبانو د اوبه خور دچارو وزارت د پرون ناوخته اعلامیې په  اساس هغه اوبۀ چې  نن سبا  د ایران  خاورې ته واردیږي، له ایراني لوري سره ، دهیرمن سین داوبو دتړون په اساس محاسبه کیږي.

 د هیرمند دتړون په اساس چې په ۱۹۷۲کال کې د ایران او افغانستان د وخت  چارواکو په لاس لاسلیک شوی ، دهیرمند سین له اوبو د ایران ونډه په کال کې اته سوه شل میلیون مکعب میټره ده اوپه یوې ثانیې کې  کابو شپږویشت میټره کیږي،چې البته په مختلفو موسمونو اومیاشتو کې بیا فرق کوي،خو دغه تړون هماغه شان اجرا شوی نه دی.په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسیدا سره،دغه حکومت دایران دحقابه په باب د هیرمند تړون ته پر پابندۍ ټینګار کړی دی.

 زمونږخبریال راپور راکړ، د طالبانو د اوبه خور دچارو وزارت د پرون ناوخته اعلامیې په  اساس هغه اوبۀ چې  نن سبا  د ایران  خاورې ته واردیږي، له ایراني لوري سره ، دهیرمن سین داوبو دتړون په اساس محاسبه کیږي.

 د طالبانو د موقته حکومت د اوبه خور اوانرژۍ د چارو وزارت د اعلامیې په یوې برخې کې راغلي دي ،دافغانستان ولس ته ډاډ ورکوو،چې  ایران ته به یوازې   دومره اوبه ورکړل شي چې  د ۱۳۵۱لمریزکال  په تړون کې  د افغانستان او ایران ترمینځ د هیرمن سین د اوبو په اړه شوی دی . ددغه تړون په اساس،د طالبانو په وینا  له هیرمند سینه د ایران ونډه یا حقابه ، په هرې ثانیې کې ۲۲ مکعب میټره ده .