په کابل کې به د سوالګرو راټولول پیل شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119504-په_کابل_کې_به_د_سوالګرو_راټولول_پیل_شي
په افغاستان کښې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د حکم پر اساس به ډېر زر په کابل کې د سوالګرو د ستونزو د هواري په هدف د هغوی راټولول پیل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 08, 2022 11:01 Asia/Kabul

په افغاستان کښې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د حکم پر اساس به ډېر زر په کابل کې د سوالګرو د ستونزو د هواري په هدف د هغوی راټولول پیل شي.

په افغاستان کښې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د حکم پر اساس به ډېر زر په کابل کې د سوالګرو د ستونزو د هواري په هدف د هغوی راټولول پیل شي.

د ریاست الوزرا له اقتصادي معاونت څخه  نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لړ کې به هغه سوالګرو ته چې کسب یې زده وي، په اړونده برخه کې د کار زمینه برابره شي.

همدارنګه واقعي سوالګرو ته به د معاش او د دوی ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره کړي.

دا خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې له دې وړاندې هم د رییس الوزرا د لومړي معاونت له لوري یو شمېر ادارو ته دنده سپارل شوې وه، څو په کابل کې سوالګر راټول کړي او دغه راز د فقر د زیاتوالي مخه ونیسي.