په ختیځو ولایتونوکې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې ونیول شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119518-په_ختیځو_ولایتونوکې_لسګونه_میله_سپکې_او_درنې_وسلې_ونیول_شوې
چارواکي وایی د دې وسلو د ناقانونه ساتلو په تور یې شپږ تنه هم نیولي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 09, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • په ختیځو ولایتونوکې لسګونه میله سپکې او درنې وسلې ونیول شوې

چارواکي وایی د دې وسلو د ناقانونه ساتلو په تور یې شپږ تنه هم نیولي دي

د افغانستان په ختیځو ولایتونوکې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وایي د اړوندو امنیتي ځواکونو د کشفي راپورونو پر بنسټ په ننګرهار، کونړاو لغمان ولایتونوکې چاڼیز عملیات ترسره کړي چې پکې پنځه شپیته میله ډول ډول وسلې، پوځي تجهیزات او مهمات او یو عراده ډاډسن موټر تر لاسه شوی دي.

مولوي وحیدالله محمدي وویل د دغو وسلو د ناقانونه ساتنې په تور یې شپږ تنه هم نیولي چې تر پوښتنو ګرویګنو لاندې دي او زر به عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

د۲۱۰ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحید الله محمدي وویل د ختیځو ولایتونو له ټولو ولسونو یې غوښتې چې دبیت المال وسلې او نور توکي له ځان سره ونه ساتي او امنیتي ځواکونو ته یې وسپاري چې د نه سپارلو له امله به تر قانوني تعقیب لاندې وي.

له دې وړاندې هم په ختیځو ولایتونوکې هغه سلګونه میله سپکه او درنه وسله او پوځي شوبلې چې په ناقانونه توګه ساتل کیدې کشف او ترلاسه شوي او لسګونه تنه یې هم دناقانونه ساتنې په تور نیول شوي دي.