طالبان وائي ،ډیر زر به د شیخ رحیم ا...حقاني بدل واخلي
شیخ رحیم الله حقاني چې د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکی وو،خو جنازه یې د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې دهغه ستر جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه چې د جمهوریت پر مهال جوړ شوی و .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار د استخباراتو مشر ډاکتر بشیر د شیخ رحیم ا.... حقانی دجنازې په مراسموکې چې د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې چې اوس د شهید معلم اول ګل په نوم نومول شوی ترسره شول وویل، د طالبانود حکومت مخالفین دې دا واوري چې په دا ډول کړنو دوې د حق اواز نه شي بندولی ، ډاکتر بشیر وویل دامریکا په څیر ستر ځواک چې بې پیلوټه او بي دوه پنځوس ډوله الوتکی یې درلودې، دحق د علماو اواز چُپ نه کړای شو .
نوموړي وویل ډیر زر به د شیخ رحیم ا...حقاني د قتل عاملین پیدا او په خپله سزا ورسوي . دطالبانو دموقت حکومت دلوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني بیا هغه د ننګرهار نه بلکې د ټول افغانستان یو علمي شخصیّت یاد کړ او وې ویل مړینه یې د ټول افغانستان او په ځانګړې توګه علمي او اکاډمیک چاپیریال لپاره یوه ستره ضایعه ده .
شیخ رحیم الله حقاني چې د ننګرهار ولایت د پچیر اګام ولسوالۍ اوسیدونکی وو،خو جنازه یې د جلال اباد ښار په پنځمه ناحیه کې دهغه ستر جومات په انګړ کې خاورو ته وسپارل شوه چې د جمهوریت پر مهال جوړ شوی و .
ددغې جنازې د دستورو نور جزیات زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو.