د افغانستان په زابل کښې د میوو حاصلات زیات شوي دي
-
فایل فوټو
دافغانستان په سهیلي سیمه زابل ولایت کې دمیوو په حاصلاتو کې د تېرکال په پرتله ډیروالی راغلی دی.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د ریاست مشر مولوي عطاءالله راشد رسنیو ته ویلي چې د تېر کال په پرتله په دې ولایت کې د میوو حاصلات ډیر شوي .
نوموړی د ټولو باغدارنو څخه غواړي چې د راتلونکي کال لپاره د (مني) په موسم کې هغه ناروغۍ چې له امله یې د دوی باغونو ته زیانونه اړولي دي په یاد ولري او وروسته دې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته وړاندي کړي چې په وینا یې تر څو د یاد رایاست چارواکي لیکل شوي او اړتیا لرونکي درمل ورته چمتو کړي او د دوی په لاس رسۍ کې یې وړاندې کړي.
ددې ولایت بزګران او سوداګر له حکومت څخه د آزاد بازار او د سوداګرو د پام د راجلبولو غوښتنه کوي او زیاتوي چې له هېواد څخه بهر ته د وچو میوو د لېږد لپاره هم ورته زمینه برابره شي.
په دې ولایت کې وروستیو اورښتونو دخلکو میوو ته زیانونه اړولي دي ، لمریزې بریښنایې له منځه وړي او دځاني تاوانونو ترڅنګ یې بې شمیره کورنه او کرنیزې ځمکې له منځ وړي دي. له بل لور بیا د دې ولایت د زراعت ریاست چارواکي زیاتوي چې د تېر کال په پرتله د (انځرو) په حاصلاتو کې دوه چنده ډیروالی راغلی دی.