د طالبانو حکومت:
ترکیې سره د افغان کډوالو په هکله خبرې کوو
له ترکیې څخه د لسګونو زره افغان کډوالو د ایستل کېدو او افغانستان ته له ستنولو وروسته، د طالبانو حکومت اعلان کړی دی چې ترکیې ته د خبرو اترو په موخه پلاوی لیږي.
د کډوالو ملاتړې ادارې وايي، یوازې په تیرو ۶ میاشتو کې د ترکیې حکومت «شاوخوا ۴۰ زره » افغانان د هغوی د خوښې پرته په چارټر الوتکو کې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د وزارت مرستیال ارسلاخان خروتي پرون په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وویل چې پلاوی یې دا اونۍ ترکیې ته ځي او د ترکیې له چارواکو سره په ځانګړي ډول له دغه هیواد څخه د افغانانو د ایستلو په مسله خبرې کوي ځکه چي مونږ د افغان کډوالو د ایستلو له بهیر سره موافق نه یو.
هغه زیاته کړه چې له ترکیې څخه یې غوښتنه داده چې د افغان کډوالو په اړه بشري حقونه او د مهاجرینو نړیوال حقوق په نظر کې ونیول شي.
د کډوالو ملاتړي ادارې وايي، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست د ۱۵مې د سیاسي بدلون وروسته، په لسګونو زره افغانان په قانوني اسنادو او د قانوني اسنادو پرته ترکیې ته تللي دي.
د اقتصادي چارو د کارپوهانو د وینا له مخې، په تیرو دوو کلنو کې په ترکیه کې اقتصادي وضعیت خراب شوی او د پخوا په پرتله د اړتیا وړ موادو بیې نهه ځلې لوړې شوي دي، چې دې کار پر مهاجرینو باندې هم منفي اغیز کړی دی.
په ترکیه کې د میشتو افغانانو د شمیر په اړه دقیق معلومات نشته خو د ۲۰۱۸ کال دمخه د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ اتکل دا و چې په دغه هیواد کې ۱۲۰ زره افغان کډوال اوسيږي.