ایمن الظواهري، په افغانانو باندې د امریکې د فشارونو لپاره نوې پلمه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119802-ایمن_الظواهري_په_افغانانو_باندې_د_امریکې_د_فشارونو_لپاره_نوې_پلمه
د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې په کابل کې د ایمن الظواهري حضور د دې هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو دنه آزادیدل یو عذر په توګه یاد شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 11:21 Asia/Kabul
  • ایمن الظواهري، په افغانانو باندې د امریکې د فشارونو لپاره نوې پلمه

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې په کابل کې د ایمن الظواهري حضور د دې هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمو دنه آزادیدل یو عذر په توګه یاد شوی دی.

د امریکا د حکومت په وینا، د امریکا هوايي ځواکونو د کابل په شیرپور ولسوالۍ کې ایمن الظواهري هغه مهال وواژه چې په یوه خوندي کور کې اوسېده.

د امریکايي چارواکو په وینا، د الظواهري له وژل کېدو وروسته د امریکا او د طالبانو د حکومت تر منځ د بندو شویو پیسو په اړه خبرې اترې وځنډول شوې.

د افغانستان د مرکزي بانک اوه ملیارده ډالره زیرمې د د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د امریکا په یوه بانک کې کنګل شوې. په دې وروستیو کې ویل شوي چې امریکا او طالبان د دغو زیرمو د خلاصون په اړه خبرې کوي.