افغانستان ته له ایران څخه د ډیزلو د ټرانزیت موده وغځېده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119804-افغانستان_ته_له_ایران_څخه_د_ډیزلو_د_ټرانزیت_موده_وغځېده
د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازی اقتصادي سلاکار ویلي چي د کابل د غوښتنې له مخې به افغانستان ته ډېزلو د ټرانزیت موده به د دوو میاشتو لپاره وغځیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 11:23 Asia/Kabul
  • افغانستان ته له ایران څخه د ډیزلو د ټرانزیت موده وغځېده

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازی اقتصادي سلاکار ویلي چي د کابل د غوښتنې له مخې به افغانستان ته ډېزلو د ټرانزیت موده به د دوو میاشتو لپاره وغځیږي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، دغه هیواد کې اقتصادي حالات خراب شوي او نړیواله ټولنه تر دې دمه د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې سره موافقه نه ده کړې.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د استازی اقتصادي سلاکار محمد مهدی جوانمرد قصاب، رسنیو ته وویل: که څه هم افغانستان ته د ډېزلو د ټرانزیت موده ختمه شوې خو د طالبانو د موقت حکومت د غوښتنو پر بنیاد دغه بهیر وغځېدی.

هغه د دې په بیانولو چې امریکا په افغانستان کې د اقتصاد په زمینه کې هیڅ بنیادي کار نه دی کړي، یادونه وکړه چي د افغانستان د وارداتو وړتیا ډېره کمه شوې ده.