امریکا دې د افغانستان کنگل او مصادره شوی شتمنۍ آزادې کړي
په افغانستان کې دطالبانو حکومت دنړۍ له هیوادونو په تیره بیا له ګاونډيو هیوادونو سره داقتصادي اړیکو په پراختیا پسې دی .
سپوټینک خبری اژانس راپور ورکړ ، د افغانتسان د طالبانو د تجارت اوصنائعو د وزارت سرپرست نورالدین عزیزي پرون یو ځل بیا ووئيل،هغه شتمنۍ چې امریکا کنګل اومصادره کړي دي د افغانستان دعامو خلکو او خصوصي برخې سره اړه لري او که دغه پیسې آزادې نشي،نود افغانتسان د اقتصاد اوخصوصي څانګې ته به ستره غمیزه پيښه شي .
عزیزي زیاته کړې،په افغانستان کې دطالبانو حکومت دنړۍ له هیوادونو په تیره بیا له ګاونډيو هیوادونو سره داقتصادي اړیکو په پراختیا پسې دی .
افغانستان همدااوس د امریکا او دهغې د متحدانو د شل کلن نیواک له امله او دغه راز له دغه نیواکه وروسته ددغه نیواکګر استعمار دبندیزونو له امله له سختو شرائطو سره مخ شوی دی.دمګړۍ د افغانستان نوي فیصده خلک د بې وځلۍ له کرښې لاندې ژوند کوي اوهماغه راز ددغه هیواد له په د رو کې دوه برخې خلک له لوږې سره لاس او ګریوان دي . امریکا کابل ته د طالبانو په ورتګ او له افغانستانه په پښو سپکولو پسې پر افغانستان بندیز ولګاوۀ او ددغه هیواد د مرکزی بانک کابو لس میلیارډ ډالری شتمنۍ ئې کنګل اومصادره کړې چې دافغانستان ترینګلی وضعیّت ئې لا پسې بحراني کړی دی.