په افغانستان کې د ماشومانو وضعیّټ تر بوږنونکي حده رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i119906-په_افغانستان_کې_د_ماشومانو_وضعیّټ_تر_بوږنونکي_حده_رسیدلی_دی
د ماشومانو د ساتنې کمیټې(سیف دا چیلډرن ) په پنجشنیې ورځې د یوې اعلایمې په خپرولو سره خبرداری ورکړی که  سملاسی  انساني مرستې  ونه رسیږي ،نو په افغانستان کې په میلیونونمو ماشومان ومري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 20, 2022 00:24 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د ماشومانو وضعیّټ تر بوږنونکي حده رسیدلی دی

د ماشومانو د ساتنې کمیټې(سیف دا چیلډرن ) په پنجشنیې ورځې د یوې اعلایمې په خپرولو سره خبرداری ورکړی که  سملاسی  انساني مرستې  ونه رسیږي ،نو په افغانستان کې په میلیونونمو ماشومان ومري.

زمونږخبریال دشفقناخبری آژانس له قوله راپور راکړ،د ملګروملتو دماشومانو دملاتړ ادارې یونسیف پرون په یوې اعلامیې کې  په افغانستان کې د ماشومانو د ډیر بوږنونکي وضعیّت په باب په خبرداری ورکولو سره وئيلي دي ،پر افغانستان د طالبانو له ولکې  یو کال وروسته  په دغه  هیواد کې  کابو دریالس میلیون ماشومان  هماغه شان  انساني مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان پر ماشومانو  په دغه  هیود کې دا مریکا دنیواکګرۍ په  شل کلنې مودې تر ټولو زیات تاوانونه رسیدلی دي او دمګړۍ هم نړیوالو اورګانونو  او ادارو  په کرتو د ددغو ماشومانو دژوند اولوږې په باب خبرداري ورکړي دي . داپه داسې حال کې دي چې امریکا د افغانستان د ولس د کنګل کړائ شوو  کابو لس میلیارډ ډالرۍ شتمنۍ د آزادولو   هیڅ اراده نه لري  چې ددغه  هیواد بوږنونکی حالات ئې لاپسې  خراب کړي دي.

 په عین حال کې د ماشومانو د ساتنې کمیټې(سیف دا چیلډرن ) په پنجشنیې ورځې د یوې اعلایمې په خپرولو سره خبرداری ورکړی که  سملاسی  انساني مرستې  ونه رسیږي ،نو په افغانستان کې په میلیونونمو ماشومان ومري. په اعلامیې کې دغه راز راغلی  دي  افغانستان په نړۍ کې  هماغه راز له ترټولو بوږنونکي انساني بحران سره  لاس اوګریوان  شوی  او شپږ میلیون ماشومان او لویان چې  دقخطۍ په درشل کې دي،له لوږې د مرګ  خولې ته ورغلی دي.