اروپایي اتحادیه :
د انجوڼو ښوونځیو له خلاصون پرته مرستو ته دوام نه شو ورکولی
Aug 22, 2022 01:10 Asia/Kabul
په کابل کې د اروپایي اتحادیې شارژ دافیر ویلي چي د انجوڼو د ښوونځیو د نه خلاصون په صورت کې به اروپا په افغانستان باندې مرستې بندې کړي.
د اروپایي اتحادیې ښارژ دافیر ارنوټ پاولز کلید ته وویل چي په اوسنیو شرایطو کې د انجوڼو ښوونځیو پرانیستل د افغانستان لپاره ارزښتمن دي.
نوموړي په افغانستان کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل د اروپایي ټولنې لپاره ژور ټکان بللی او زیاته کړې یې ده چې دغې مسلې له افغانانو سره د اروپایي ټولنې پر مرستو کوم اغېز نه دی کړی.
ده ټینګار کړی چې افغانستان د نړیوالې ټولنې له مرستو پرته له اوسني بحران څخه نه شي وتلی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ارنوټ پاول ماموریت پایته رسېدلی او ټاکل شوې چې پر ځای یې بل کس دنده پیل کړي.
ټیګونه