د ایران د پارلمان استازی :
طالبان دې خپلې اړیکې د نړۍ له هیوادونو سره پراخې کړې
د ایران د اسلامي شورا استازې د طالبانو حکومت د ایران او افغانستان تر مینځ د هیرمند د اوبو مسالې ته په اشارې سره وویل، طالبان د نړیوالو قوانینو او اصولو په خلاف عمل کوي.
د ایران د پارلمان د ملی امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړی فدا حسین مالکی د ایران پرس خبریال سره په مرکه کې د دې په بیانولو چي د طالبانو اړېکې له ایران او نورو هیوادونو سره پراخې نه دي، وویل: تمه کیږی چي د افغانستان او ایران د ولسونو تر مینځ تاریخي او کلتوري نژدېوالې ته په کتو سره، طالبان له ایران سره خپلې اړیکې پراخي کړي، ځکه چي افغانستان زمونږ تر ټولو ستر ګاوند هیواد دی.
مالکی یادونه وکړه چي د تاریخ په اوږدو کې افغانستان له زیاتو ستونزو سره، لاس په ګرېوان پاته شوی، تر مهمه مساله دا چي د طالبانو واکمني د نړیوالو ادارو او د هیوادونو له سخت مخالفت سره مخامخ شوی او تر نن ورځ پوري د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی.