ملګري ملتونه د افغانستان د کروندګرو په حالت غور کوي
صدای افغان خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د ملګروملتونو نمایندګۍ د افغانستان د کروندګرو په حالت د اندیښنې په څرګندولو سره د دغه پرګنې د اقتصادي حالت د ښه کولو لپاره د دغه ارګان د هڅې خبر ورکړ.
په افغانستان کښې د بشر دوستانه مرستو د غږملتیا په چارو کښې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف وویل د دغه ارګان ماموریت زیات د کروندګرو په ملاتړ او د کرهڼې په پراختیا متمرکز دی.
الاکبروف وویل کارونو ته د کروندګرو وروستنول، له بازار سره د هغوې وصلول او د اقتصادي ودې تحریکول د دغه ارګان کاري لومړیتوبونه دي.
د ملګروملتونو دغه چارواکي په افغانستان کښې په بشري حالت باندې د اندیښنې په څرګندولو سره وویل د افغانستان د ټولو نسلونو برخلیک له خطر سره مخامخ دی او پراختیا ته د لاسرسي لپاره د ټولو نسلونو لاسونه نشو غوڅولای.
د ملګروملتونو د راپورونو پراساس په افغانستان کښې بشري حالت په خرابیدا دی ، اقتصادي کړکیچ زیات شوی او د افغانستان اوه نوي فیصده خلک د نړیوال بانک لخوا په ټاکل شوي نړیوالې بې وزلۍ کښې ژوند کوي.
دا په داسې حال کښې دي چې په تیر کال کښې په افغانستان کښې د بې وزلۍ او د بې روزګارۍ د زیاتیدا په څنګ کښې د زلزلو او د ورانونکو سیلابونو په شمول طبیعي پیښو هم د خلکو اقتصادي مشکلات ورزیات کړي دي.