د شتمنیو په هکله د امریکا او د طالبانو خبرې دوام لري
زمونږ خبریال وايي امریکا د افغانستان د کنګل کړې شویو شتمنیو په هکله د طالبانو له حکومت سره خبرو ته دوام ورکوي.
د امریکا دریو چارواکو چې غوښتل نومونه یې ایشوا نشي رویټرز خبري اژانس ته وویل د ولسمشر جوبایډن حکومت د کنګل شویو ډالري زیرمو د ازادولو په هکله له طالبانو سره د خبرواترو دوام ته ژمن دی.
اټکل کیده چې په کابل کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکې په وروستۍ حملې کښې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري له وژل کیدا وروسته د ډالري زیرمو د خوشي کولو په هکله د طالبانو او د امریکا ترمینځ خبرې اترې له بندون سره مخامخ شي خو امریکا ویلي دي چې د افغانستان د اقتصاد د دړې وړې کیدا د مخنیوي په خاطر خبرې اترې دوام لري.
ټاکل شوي ده چې د افغانستان ازادې شوي ډالري زیرمې په یوه صندوق کښې د امانت په توګه سویزرلینډ هیواد ته انتقال شي او یو نړیوال پلاوی د دغو ډالرو په مصرفولو څارنه وکړي.