له کابل څخه تقریباً ۹۰۰ سوالګر راټول کړې شول
د افغانستان په پلازمینه کابل کښې د درې نیمو سوو ښځو په ګډون کابو نهه سوه سوالګر را ټول کړل شوي
تاند خبري سایټ لیکلي چې د طالبانو د ادارې چارواکي وايي، د خپل لوی مشر ملا هبت الله اخندزاده او د رياست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند په امر ېې په کابل کې نېږدې ۹سوه سوالګر را ټول کړي او دا لړۍ به روانه وي.
د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د دفتر رییس مولوي شرف الدين شرف ويلي،چې په را ټولو کړو سوالګرو کې څه باندې درې نیم سوه مېرمنې هم شاملې دي.
د هغه په وينا، له دغو کسانو څخه څه باندې سل تنه مستحق او نور حرفوي سوالګر ووچې بایومټریک شوي او خبرداری ورکړل شوی،چې سوالګرۍ ته د دوام ورکولو په صورت کې به مجازات شي.
د دغه طالب مقام د معلوماتو له مخې، د مستحقو سوالګرو کم عمره کسان به د کار او ټولنيزو چارو وزارت په روزنتونونو کې شامل شي او نور مستحق سوالګر به د سیمو د ملا امامانو او ګذر وکیلانو په تایید یې د دوی له «څهورکړې»څخه برخمن شي.
مولوي شرف روښانه نه کړه،چې دوی سوالګرو ته«څه، څومره، تر کله او په کوم ډول ورکوي،خو زياته ېې کړه چې یوه برخه به ېې د سرې مياشتې ادارې ته ور وپېژني.
طالب چارواکو له کابل څخه د سوالګرو د راټولولو د کمپاين دلیل د سوالګرو په لباس کې د احتمالي جرمونو، حرفوي سوالګرو او په ښار کې د منفي تصوير خپريدو مخنیوی بللی.
يو شمير خلکو د دوی د دغې پریکړې هرکلی کړی،خو پر طالبانو منتقدین بيا وايي چې د دوی له واکمنيدو سره تر نیمايي ډیر افغانان سوال کولو ته اړ شوي او طالبان به څنګه په داسې استبدادي چلند د فقر او غربت د زياتيدو پر واقعيت پرده واچوي.