۱۳۰ نور کسان هم افغانستان ته ستانه شوي دي
-
فایل فوٹو
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون په تېره یوه میاشت کې هېواد ته د ۱۳۰ کسانو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی دی
له یاد کمېسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د دوی په هڅو له بېلابېلو هېوادونو نه خپل وطن افغانستان ته ستانه شوي دي.
د کلید ګروپ په لیکنه، که څه هم کمېسیون دا نه ده روښانه کړې چې ستنو شویو کسانو په پخواني حکومت کې کومې دندې درلودلې، خو په دوو جلاجلا خبرپاڼو کې یې بیا د عبدالرب رسول سیاف د یاور سید جان هاشمي او په تېر حکومت کې د حربي پوهنتون د استاد احمد الله بارکزي د ستنیدو خبر ورکړی دی.
یاد کمېسیون له دې وړاندې ویلي و چې له ګڼ شمېر خلکو سره یې اړیکې ټینګې کړې او ژر به هېواد ته را وګرځي.
د یادونې وړ ده چې له لوی اختر راپه دې خوا د دغه کمېسیون په هڅو شاوخوا ۲۵۰ کسان بېرته خپل هېواد ته راګرځېدلي دي.