سیلابونو په کندهار کې۶تنه مړه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120074-سیلابونو_په_کندهار_کې۶تنه_مړه_کړي
ځايي سرچينو ويلي،چې سربېره پر دې سېلونو یو شمیر کورونه او حکومتي تاسیسات هم ويجاړ کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2022 09:05 Asia/Kabul
  • سیلابونو په کندهار کې۶تنه مړه کړي

ځايي سرچينو ويلي،چې سربېره پر دې سېلونو یو شمیر کورونه او حکومتي تاسیسات هم ويجاړ کړي.

 

په افغانستان کې د ځپونکو ورښتونو او سېلونو په دوام نن سهار د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د شدیدو ورښتونو له امله راغلو سیلابونو شپږ کسان وژلي.

ځايي سرچينو ويلي،چې سربېره پر دې سېلونو یو شمیر کورونه او حکومتي تاسیسات هم ويجاړ کړي.

د کندهار د معروف ولسوالۍ د طالبانو امنیه قومندان ملا طاهر ادریس وایي، د سیلابونو له امله دغه ځاني او مالي تلفات د معروف ولسوالۍ په مرکز کې رامنځ ته شوي .

د نوموړي په وینا سیلابونو د ملکي خلکو لسګونه کورونه او د معروف ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ او محبس ودانۍ هم تخریب کړي .

په وروستيو کې د افغانستان ډېرې برخې ورته ورښتونو او سېلونو ځپلي.

 ‏‏د هوا پېژندنې ادارې پرون د کندهار په ګډون د افغانستان په ۲۲ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاوونو د وتو وړاندوینه کړې وه.

وروستيو طبيعي پېښو افغانستان په شدت سره ځپلی او د سلګونه تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ ېې زرګونه کورونه وېجاړ کړي.

د‌ پېښو زيانمن شوي‌ د طالبانو له حاکمې ادارې او نړیوالې ټولنې غواړي چې د لاسنیوي لپاره ېې عاجل لاس په کار شي.