په اماراتو کې په سلګونو افغانانو مظاهره وکړه
په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده
افغان کډوالو چې له یو کال راهیسې له افغانستانه راایستل شوي او په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي مظاهره وکړه.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مظاهره چیانو په دې اعتراض درلود چې د دوی د لېږدولو پروسه خورا سوکه ده.
رویټرز وايي چې په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده.
د اماراتو چارواکو او په دغه هیواد کې د امریکا سفارت د دې اعتراض په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د فبرورۍ په میاشت کې هم په دغه کمپ کې افغانانو اعتراض کړی و.