په اماراتو کې په سلګونو افغانانو مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120078-په_اماراتو_کې_په_سلګونو_افغانانو_مظاهره_وکړه
په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 24, 2022 09:35 Asia/Kabul
  • په اماراتو کې په سلګونو افغانانو مظاهره وکړه

په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده

افغان کډوالو چې له یو کال راهیسې له افغانستانه راایستل شوي او په اماراتو کې بې برخلیکه پراته دي مظاهره وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مظاهره چیانو په دې اعتراض درلود چې د دوی د لېږدولو پروسه خورا سوکه ده.

رویټرز وايي چې په ترلاسه کړیو تصویرونو او ویدیوګانو کې ښځې، ماشومان او سړي لیدل کېږي چې د اماراتو په یوه کمپ کې په داسې حال کې اعتراض کوي چې د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۳۸ ده.

د اماراتو چارواکو او په دغه هیواد کې د امریکا سفارت د دې اعتراض په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د فبرورۍ په میاشت کې هم په دغه کمپ کې افغانانو اعتراض کړی و.