طالبان ایران ته د اوبو د راپریښودو په دوام ژمن دي
Aug 25, 2022 03:09 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د انرجۍ او اوبو وزیر د ایران په لور د کمال خان بند د اوبو د راپریښودو په جاري ساتلو ټینګار وکړ
عبداللطیف منصور ژمنه کړې ده چې د ایران د اسلامي جمهوریت په لور د کمال خان ډیم د اوبو بهیدل به دوام ولري.
په نیمروز ولایت کښې ځینو ځايي سرچینو پرون ویلي چې د طالبانو موقته حکومت د دغه ولایت له کمال خان بند څخه ډیرې اوبه د ایران په لور خلاصې کړې دي.
په انټرنیټ او ټولنیزو شبکو کښې هم د ایران په لور د کمال خان بند د اوبو د پرانستلو فلمونه او تصویرونه خپاره شوي دي.
البته دغه ډول ویډیوګانې مخکښې هم خپرې شوې وې خو بیا معلومه شوه چې له کمال خان ډیم څخه خوشې شوې دغه اوبه د ایران په لور نه بلکې د یوې دښتې په لور جاري شوې وې.
ټیګونه