د ډرون الوتکو په اړه مو امریکايي لوري ته خبرداری ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120168-د_ډرون_الوتکو_په_اړه_مو_امریکايي_لوري_ته_خبرداری_ورکړی
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه یې امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2022 01:41 Asia/Kabul
  • د ډرون الوتکو په اړه مو امریکايي لوري ته خبرداری ورکړی

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي د افغانستان پر فضا د امریکايي بې پیلوټه الوتکو ګرځېدو په اړه یې امریکايي چارواکو ته خبرداری ورکړی دی.

ذبیح الله مجاهد په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې لا هم د افغانستان پر فضاء امریکايي بې پیلوټه الوتکې ګرځي چي دا کار باید بند شي.

د طالبانو ویاند وویل: امریکایي بې پیلوټه الوتکې لا هم زموږ پر فضاء باندې ګرځي. دا موضوعات له امریکانو سره په لوړه سطحه مطرح شوې او سختې نیوکې مو کړې دي، مونږ دا د امریکې له لوري په افغانستان باندې تجاوز ګڼو چې لا هم دوام لري، زموږ پر فضاء باندې تیری کوي دا یرغل باید بند شي.

ذبیح الله مجاهد وویل، که چیري کومي اندېښنې یا ستونزې موجودي وې هغه دې د طالبانو له حکومت سره شریکې شي تر څو دوی د ځمکې له لارې په دې اړه ډاډ رامنځته کړي.

له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته لاهم د کابل ترڅنګ په کندهار، هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې د امریکایي بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې امریکا ادعا کړې وه چي په کابل کې د بې پیلوټو الوتکو په برید کې یې د القاعدې مشر ایمن الظواهري وژل شوی چي دا موضوع د طالبانو د حکومت له لوري رد شوې ده.