طالبان په کندوز کې غیر قانوني وسلې ټولوي
تر دې دمه ډيره زیاته وسله او مهمات د امنیتي ځواک منګولو ته لویدلي دي . کندوز ښار تیر کال دڅو ترهه ګرو او مرګونو حملو شاهد ؤ.
طالبانو دافغانستان په مختلفو سیمو کې د امنیت د تامینولو په موخې او نامې سره تر دې دمه په مختلفو ولایتونو کې دغیر قانوني وسلو اومهماتو د غونډولو څو کرته عملیات اجرا کړي دي. طالبان وائي،د ښاریزو په لاس کې د غیرقانوني وسلو او مهماتو شتون،په افغانستان کې د ناکراریو او تاؤتریخجنو پيښو سبب کیږي.
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د کندوز ولایت د پولیسو ویندوي عبید ا... عابدي په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،دغیر قانوني وسلو د لټولو او غونډولو لپاره د کور کور لټول له جمعې ورځې پیل شوي او دکندوز ولایت ددرستو ولسوالیو او ښارونو کورونه پلټل کیږي.
دهغه په وینا،تر دې دمه ډيره زیاته وسله او مهمات د امنیتي ځواک منګولو ته لویدلي دي . کندوز ښار تیر کال دڅو ترهه ګرو او مرګونو حملو شاهد ؤ.