طالبان او روسیه دتیلو اوګیسو په پيرپلور راضي شوي دي
د افغانستان د طالبانو حکومت له روسیې د پيټرولو او ګیسو د اخستو په باب سره موافقې ته رسیدلی دي.
افغانستنا د تیلو او ګیسو دسرچینو د نه درلودلو په دلیل یو هغه هیواد دی چې تل دګاونډیو او سیمې د هیوادونو سونګو ته اړتیا لري.
طلوع نیوز راپور ورکړی، دطالبانو دحکومت دتجارت او صنعت وزیر نورالدین عزیزي چې په همداوروستیو کې روسیې ته له سفره بیرته ستون شوی،ووئيل له روسیې د ګیس او پيټرولو اخستلو موافقه نهائي شوي او دواړه لوري د پيسو د منتقلولو دڅرنګوالي په باب سره مشورې کوي.
هغه ووئيل،د افغانستان ډیری بانکونه او روسیه د لویدیځ د بندیزونو په نښه شوي دي او د پیسو منتقلول به ددریم ګړي هیواد له لارې ترسره شي.
نورالدین عزیزي ووئیل، دروسیې د بانکونو په ضد بندیزونو افغانستان ته له دغه هیواده دپيټرولو د منتقلولو کار سخت کړی او په همدې دلیل له ماسکو سره د کابل د راکړې ورکړې اندازه کمه شوې ده.
له روسیې سره د افغانستان د تجارتي مبادلې اندازه په کال کې دوه سوه میلیون ډالرو ته ته رسیږي اوافغانستان له دغه هیواده خپل خوراکي مواد او پيټرول واردوي.