طالبانو د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په هکله خبرداری ورکړ
باختر خبري اژانس وايي طالبانو د افغانستان په هوايي حریم کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې تیریګر اقدام وباله او د هغو د پایلو په هکله یې خبرداری ورکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د امریکا بې پایلوټه الوتکې هماغه راز د افغانستان په هوايي حریم کښې ګزمې کوي او واشنګټن باید دغه کار پاې ته ورسوي، او مونږ دغه کار تیری ګڼو او هغه باید بند شي.
ذبیح الله مجاهد ټینګار وکړ امریکا او دنیا باید د افغانستان د خلکو د حقوقو درنښت وکړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل د افغانستان په فضا کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو ګزمې د شیکاګو د تړون او د نورو نړیوالو کنونشنونو خلاف ورزۍ ده او په عین حال کښې د افغانستان د هوايي حریم ښکاره خلاف ورزۍ هم ده.
په وروستیو کلونو کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه د افغانستان په بیلابیلو سیمو باندې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په حملو کښې په سلګونو کسان مړه او ژوبل شوي.
امریکا همدا اوس ادعا کړي ده چې په کابل کښې په خپلې وروستۍ حملې کښې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري وژلی داسې ادعا چې طالبانو هغه تائید کړي نه ده.