سیلابونو د افغانستان ښاریزو ته ډیر تاوانونه اړولي دي
صدای افغان خبري اژانس وايي د تیرې یوې میاشتې سیلابونو د افغانستان لس لکه ښاریزو ته ډیر تاوانونه رسولي دي.
په تیرو اونیو کښې د افغانستان په ډیرو سیمو کښې د سختو بارانونو او د سیلابونو د راتلو له کبله د هیواد خلکو ته سخت تاوانونه رسیدلي دي چې له کبله یې تراوسه څه د پاسه څلورسوه(۴۰۰) کسان مړه او ژوبل شوي دي.
په افغانستان کښې سیلابونو دغه راز په زرګونو کورونه تباه کړي او په بیلابیلو سیمو کښې یې زرګونو هیکټاره کرهڼیزو ځمکو او کروندو ته سخت تاوانونه هم رسولي دي.
د طالبانو د حکومت په طبیعي پیښو د غور په چارو کښې د حکومت د وزیر مرستیال مولوي شرف الدین مسلم وویل په تیره میاشت کښې د سیلابونو له کبله یویشتو ولایتونو ته تاوانونه رسیدلي دي.
هغه وویل د دغو سیلابونو له کبله یوسل څلور نوي کسان مړه ، دوه سوه شپیته ژوبل او څه د پاسه دولس زره کورونه هم ړنګ شوي دي.
د افغانستان د اوبه خور او د کرهڼې د وزارت سرپرست مولوي عطا الله عمري هم وویل د سیلابونو له کبله کابو شپږ لکه جریبه کرهڼیزې ځمکې ، کابو دوه میلیونه میوه دارې ونې او کابو دوه میلیونه نور عادي ونې تباه شوي دي.