د امریکا الوتکې له پاکستانه، افغانستان ته ورځي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120278-د_امریکا_الوتکې_له_پاکستانه_افغانستان_ته_ورځي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان ملي دفاع وزیر په دې خبرې سره چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان هوايي حریم ته ورځي وویل
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 11:55 Asia/Kabul
  • د امریکا الوتکې له پاکستانه، افغانستان ته ورځي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان ملي دفاع وزیر په دې خبرې سره چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان هوايي حریم ته ورځي وویل

 په کابل کښې د امریکا په بې پایلوټه الوتکې حملې کښې د القاعده ډلې د مشر وژل کیدل ثابت شوي نه دي او هغه یوه ادعا ده.

د افغانستان ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د خپل هیواد په هوايي حریم کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو په هوايي ګزمونو باندې نیوکې سره وویل د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له لارې د افغانستان په هوايي حریم باندې تیریو ته دوام ورکوي.

هغه نن په کابل کښې خبري کانفرنس ته وویل که څه هم  د طالبانو حکومت له ډيپلوماټیکې لارې د امریکا د بې پایلوټه الوتکو د الوت د بندیدا غوښتنه کړي ده خو واشنګټن د افغانستان هوايي حریم خلاف ورزیو ته دوام ورکوي.

د طالبانو ملي دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد وویل که څه هم امریکا تیر کال د افغانستان د ریډار سیسټم تباه کړی خو د طالبانو د حکومت اطلاعات وايي چې د امریکا بې پایلوټه الوتکې د پاکستان له خاورې هوايي حریم ته ورننوځي.

ملا یعقوب مجاهد د پاکستان په حکومت غږ وکړ چې د افغانستان د خپلواکۍ احترام وکړي او اجازه ورنکړي چې امریکا د افغانستان پرضد د پاکستان له خاورې استفاده وکړي.