په افغانستان  کې د؛دیدنو؛فلمي چشنواره پيل شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120306-په_افغانستان_کې_د_دیدنو_فلمي_چشنواره_پيل_شوې
د ؛دید نو؛ فم جشنواره ، په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت قدرت ته   د رسیدا په لومړۍ کلیزې کې ددغه هیواد په پلازمینې کابل کې کار پیل کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 09:17 Asia/Kabul
  • په افغانستان  کې د؛دیدنو؛فلمي چشنواره پيل شوې

د ؛دید نو؛ فم جشنواره ، په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت قدرت ته   د رسیدا په لومړۍ کلیزې کې ددغه هیواد په پلازمینې کابل کې کار پیل کړ.

تسنیم خبری اژانس راپور راکړ،د افغانتسان د سینمائي ټولنې څلورو نجمنونو او ددغه هیواد د ریډیو اوټيلیویژن د ادارې په مشارکت سره د افغانستان د جوړ مستند او لنډو فلمونو جشنواره  د کابل په دوو فعالو سینماګانو کې نن پیل شوې ده .

د ؛دیدنو؛ جشنوارې په چوکاټ کې  د افغان فلم جوړونکو جوړ ۳۷لنډ او مستند فلمونه  نندارې ته وړاندې کیږي .

دغه جشنواره به تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي او د ترټولو ښې کیسې،د ترټولو ښې ډایریکټرئ او دترټولو ښه مستند په برخو کې به غوره شوو آثارو ته جایزې هم ورکړل  شي .

زیاتره هغه فلمونه چې په دغې جشنوارې کې د ګډون مجوز ئې ترلاسه کړی دی،دیني موضوعګانې لري یا د یتیمو ماشومانو او کونډو میرمنو سره اړونده مشکلات پکې انځور شوي دي.

فلم جوړونکو ددغې جشنوارې په جوړولو باندې دخوښئ په څرګندولو سره په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومته غواړي په افغانستان کې دې دمیرمنو لپاره هم په فلمونو کې د رول لوبونې فرصت  ورکړل شي.

طلوع نیوز راپور ورکړی،که څه هم  په دغو فلمونو کې میرمنې ډيرې کمې لیدل کیږي، خو  د فلم جوړونکي او ډایریکټرې عاطفه محمدي،د نشې  او  روږدو کسانو  د ژوند  چیلنجونو  په موضوع سره  یو فلم  نندارې ټه وړاندې کړی دی.

Image Caption