افغانستان ته نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120326-افغانستان_ته_نور_څلویښت_میلیونه_ډالر_ورکړل_شول
شفقنا خبري اژانس وايي نړیوالې ټولنې څلویښت میلیونه ډالره د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړل. څه موده مخکې هم نړیوالې ټولنې د افغانستان مرکزي بانک ته نور څلویښت میلیونه ډالره ورکړي وو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 29, 2022 23:46 Asia/Kabul
  • افغانستان ته نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شول

شفقنا خبري اژانس وايي نړیوالې ټولنې څلویښت میلیونه ډالره د افغانستان مرکزي بانک ته ورکړل. څه موده مخکې هم نړیوالې ټولنې د افغانستان مرکزي بانک ته نور څلویښت میلیونه ډالره ورکړي وو.

د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل له دغه هیواد سره د نقدو انسان دوستانه مرستو په دوام کښې څلویښت میلیونه نوره نقدې مرستې مرکزي بانک ته سپارل شوي دي.

په دغو څلویښت میلیونو ډالرو سره له افغانستان سره د مرستو اندازه کابو یو میلیارډه او اتیا میلیونه ډالرو ته رسیدلي ده.

د نړۍ بیلابیل هیوادونه د ملګروملتونو په چوکاټ کښې له افغانستان سره مالي مرستې کوي.

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې او د ملګروملتونو دغه نقدې مرستې په داسې حال کښې دي چې د افغانستان خلک همدا اوس له سخت اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي.

د امریکا لخوا د افغانستان شل کلن نیواک او کورني جنګ د هیواد بیخ بنایانې تقریبا په کامل ډول تباه کړي دي.

طالبانو ډله چې تیر کال واک ته ورسیدله د اقتصاد او د صنعت د څرخې په حرکت کښې د اچولو لپاره پیسو ته ضرورت لري خو امریکا د افغانستان په بایکاټ کولو سره د دغه هیواد کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي.