امریکا او ناټو د افغانستان اویا فیصده تاسیسات تباه کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120340-امریکا_او_ناټو_د_افغانستان_اویا_فیصده_تاسیسات_تباه_کړي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د ټرانسپورټ او د هوانوردۍ وزارت وویل د امریکا او د ناټو عسکرو له دغه هیواد څخه د وتلو په وخت د هوايي ډګرونو اویا فیصده تاسیسات تباه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2022 01:10 Asia/Kabul
  • امریکا او ناټو د افغانستان اویا فیصده تاسیسات تباه کړي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د ټرانسپورټ او د هوانوردۍ وزارت وویل د امریکا او د ناټو عسکرو له دغه هیواد څخه د وتلو په وخت د هوايي ډګرونو اویا فیصده تاسیسات تباه کړي دي.

د افغانستان د ټرانسپورټ او د هوانوردۍ وزارت سرپرست مولوي حمید الله اخوند زاده پرون په خبري کانفرنس کښې وویل د کابل په نړیوال هوايي ډګر کښې د میلیونونو ډالرو په ارزښت تجهیزات او تاسیسات د امریکا او د ناټو د پوځيانو لخوا ویجاړ کړې شول.

امریکا ، بریتانیا ، فرانسې او دغه راز د ناټو عسکرو له افغانستان څخه په بې شرمۍ سره د وتلو په وخت په هوايي ډګرونو کښې ټول تاسیسات په قصدي ډول وران کړل او الوتکو او هیلي کوپټرونو ته یې هم زیات تاوانونه ورسول.