پاکستان د افغانستان په خاوره کښې د طالبانو پرضد عملیات پیل کړي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل پرون وویل چې د پاکستان پوځ له تیرو څو ورځو راهسې د افغانستان په خاوره کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد پوځي عملیات پیل کړي دي.
هغه وویل د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې پرضد د پوځي عملیاتو په اړوند د طالبانو د دفاع وزارت له سرپرست ملا یعقوب مجاهد سره هیڅ مشوره نه ده کړي یا هم ملا یعقوب مجاهد په قصدي ډول غواړي چې په ظاهره طالبان خپلواکه وښي.
د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد وړمه ورځ ویلي وو چې پاکستان خپل هوايي حریم د امریکا په واک کښې ورکړی دی.
د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل په داسې حال کښې د افغانستان په خاوره کښې د تحریک طالبان ترهګرې ډلې پرضد د پاکستان د پوځ د عملیاتو خبر ورکوي چې په تیرو څوارلسو ورځو کښې د افغانستان په ختیځ او جنوب کښې په یوشمیر بریدونو کښې د تحریک طالبان پاکستان څو مهم قومندانان وژل شوي دي.