طالبان د افغانستان په دریو ولایتونو کې راداري سیسټمونه نصبوي
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وازرت ویلي چي د افغانستان د هوايي حریم د کنټرولولو په موخه یې په ځینو ولایتونو کې د راداري سیسټمونو د نصبولو چارې پیل کړي دي.
په افغانستان کې د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزیر حمیدالله اخندزاده خبریالانو ته وویل چې په کابل، بلخ او هرات هوايي ډګرونو کې د رادارونو د نصبولو چارې پیل شوي دي.
د هغه په وېنا د کابل نړيوال هوايي ډګر دناټو او امريکايي ځواکونو له خوا ويجاړ شوى و چې دترانسپورت او هوايي چلند وزارت د داخلي کارکوونکو او دقطر ترمنځ دتخنيکي همکاريو په مرسته بيا فعال شو.
د دغه وزارت عملیاتي مرستیال غلام جیلاني وفا هم زیاته کړې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر ۷۰ سلنه تجهیزات او تاسیسات د بهرنیو ځواکونو د وتلو په مهال له منځه وړل شوي دي.
هغه وویل: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د میلونونو ډالرو په ارزښت تجهیزات او تاسیسات د بهرنیو ځواکونو او مغرضو کسانو لخوا له منځه وړل شوي دي.
د وفا په وینا، په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د اریانا هوايي شرکت د ایربس A310-300 الوتکو بشپړونکي سي چیک په ۲۸ کاري ورځو کې په هېواد کې دننه ترسره شو.
اوس مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ترافیک په ډېرو کمو امکاناتو سره د یوه افغان ټېم لخوا کنټرول کیږي چې د قطر او اوزبیکستان د مسلکي کسانو لخوا روزنه ورکړل شوې ده.
دا په داسي حال کې ده چې طالبانو په ۴ نړیوالو هوایي ډګرونو کې د مسافرینو د کنټرول او بررسۍ قرارداد د متحدو عربي اماراتو یو شرکت سره لاسلیک کړ.