امریکا نور په افغانستان کښې هیڅ ځاې نلري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120378-امریکا_نور_په_افغانستان_کښې_هیڅ_ځاې_نلري
ایران پریس خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت مسوول مولوي شاه محمد وویل د افغانستان په خاوره کښې د امریکا د نیواکګرۍ ختمیدل دغه پیغام ورکوي چې نور افغانستان د نیواکګرۍ ځای نه دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 06:52 Asia/Kabul
  • امریکا نور په افغانستان کښې هیڅ ځاې نلري

ایران پریس خبري اژانس وايي په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو د وزارت مسوول مولوي شاه محمد وویل د افغانستان په خاوره کښې د امریکا د نیواکګرۍ ختمیدل دغه پیغام ورکوي چې نور افغانستان د نیواکګرۍ ځای نه دی.

هغه وویل په افغانستان کښې د امریکا د نیواک  په ختمیدا سره یوازې د خپل وطن او د خلکو په جوړولو پسې یوو.

مولوي شاه محمد ویل طالبان د افغانستان خلکو او ګاونډیو هیوادونو  ته د سولې د امنیت او د اتحاد په پیغام سره واک ته رسیدلي دي او نن سبا د افغانستان خلک د بهرنيو عسکرو د وتلو د لومړۍ کلیزې په جشن کښې په ازادۍ سره ژوند کوي.

هغه ټینګار وکړ نن سبا د افغانستان په هیڅ حکومتي ارګان کښې بهرنی سلاکار نشته  چې خپل نظر او سیاست د افغانستان په خلکو او حکومت وروتپي او طالبان په ملګرتیا او همفکرۍ سره د افغانستان د خلکو مشکلات حل کوي.

د طالبانو دغه چارواکي وویل د لویدیځ ډیموکراسۍ د افغانستان د هویت له مینځه وړلو پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلي او نن د افغانستان خلک پوه شوي چې خارجي ځواکونه د دوې خیر غوښتونکي نه وو.