له افغانستان سره یو میلیارډه ډالرې مرستې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120384-له_افغانستان_سره_یو_میلیارډه_ډالرې_مرستې_شوي_دي
د افغانستان مرکزي بانک وویل له کابل سره د نړۍ نقدې بشر دوستانه مرستې څه د پاسه یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 31, 2022 07:30 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره یو میلیارډه ډالرې مرستې شوي دي

د افغانستان مرکزي بانک وویل له کابل سره د نړۍ نقدې بشر دوستانه مرستې څه د پاسه یو میلیارډ ډالرو ته رسیدلي دي.

د افغانستان د  مرکزي بانک ویاند صابر مومند وویل تراوسه له کابل سره د نړۍ یو میلیارډ او یوسل دیارلس میلیونه او شپږ لکه ډالره نقدې مرستې شوي دي.

مومند د نړۍ په هیوادونو غږ وکړچې له افغانستان سره د بانک په برخه کښې تعامل او ملګرتیا وکړي له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو زمینه برابره کړي.

هغه وویل یوازې په تیرو دوو ورځو کښې د افغانستان لپاره د نړۍ اتیا میلیونه ډالره نقدې مرستې کابل ته رسیدلي دي.

د افغانستان لپاره د نړۍ  بشر دوستانه مرستې په داسې حال کښې دي چې د طالبانو په بیا واکمنیدا سره امریکا د طالبانو پرضد په خپل لومړي اقدام کښې د افغانستان څه د پاسه نهه میلیارډه ډالره کنګل کړل او دغه کار د افغانستان لپاره ډیر مشکلات رامینځته کړي دي.