هرات ته د کورنيو او بهرنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی
نوموړي د امنيت تامين او سیلانیانو ته د ښو خدمتونو زمينه سازي د سياحتي وضعیت د ښه کیدو اصلي لاملونه ګڼلي دي.
د هرات طالب چارواکو ويلي،چې دغه ولایت ته د بهرنيو او کورنيو سیلانیانو ورتګ زيات شوی.
د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ طالب رییس مولانا نعیم الحق حقاني وايي،چې تیر کال زرګونه کورني او بهرني سېلانیان دغه ولایت ته ورغلي او له سياحتي سیمو یې لیدنه کړې ده.
نوموړي د امنيت تامين او سیلانیانو ته د ښو خدمتونو زمينه سازي د سياحتي وضعیت د ښه کیدو اصلي لاملونه ګڼلي دي.
هرات د افغانستان له لرغونو او فرهنګي ولايتونو څخه دی،چې خلک ېې د طالب چارواکو چلند هم د نورو سیمو په نسبت ښه بولي.
ويل کيږي،چې په هراتکی ډېرو نورو ولایتونو برعکس طالب چارواکو نجونو ته له شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګيو د زده کړو اجازه هم ورکړې ده