متقي له افغان سیلاب ځپلیو سره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i120438-متقي_له_افغان_سیلاب_ځپلیو_سره_د_نړيوالو_مرستو_غوښتنه_وکړه
په دې کنفرانس کې د طالبانو پر چارواکو سربېره د مختلفو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2022 10:28 Asia/Kabul
  • متقي له افغان سیلاب ځپلیو سره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه

په دې کنفرانس کې د طالبانو پر چارواکو سربېره د مختلفو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن په کابل کې د یو شمېر بهرنيو ديپلوماتانو په ګډون له افغان سېلاب ځپليو او د طبيعي پېښو نورو زيانمنو سره د مرستو ټولولو کنفرانس بللی.

په دې کنفرانس کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي په هېواد کې د وروستیو طبیعي پېښو له زیانمن شویو سره د مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو د مرستې غوښتنه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان له سېلاب ځپلو او زلزله ځپلو سره دې مرستې وشي.

‏په دې کنفرانس کې د طالبانو پر چارواکو سربېره د مختلفو مرستندویه هېوادونو او نړیوالو بنسټونو استازو پکې برخه اخیستې ده.

دا کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې په افغانستان کې د طبیعي پیښو د زیان اوښتو څو اونۍ پوره کیږي.

تازه د پاکستان په مختلفو برخو کې سېلابونو زيات خلک وځپل،خو پاکستاني چارواکو ژر وکړای شول چې زيانمنو ته پراخې نړيوالې مرستې جذب کړي.

د طالبانو پر چارواکو خلک نیوکې لري،چې د افغانستان د بشري او اقتصادي ناورين تر څنګ د طبيعي پېښو زيانونه ېې له یاده ویستي او هره ورځ په یو او بل نوم د واک ته رسېدو خوشالۍ نمانځي.

طالبانو له واکمنيدو وروسته څو ورځې د خپلې واکمنۍ په خوشالۍ رخصت کړي او شانداره مراسم یې پکې نیولي.