په افغانستان کې دې د جنګی جنایتونو دوسیه وسپړل شي
دهالینډ په هیګ ښار کې د اپیل نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو سره داړونده څيړنو د دوام غوښته وکړه .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی،د اپیل نړیوالې محکمې په هیګ ښار کې ددغه دیوان له څارنوالانو غوښتي دي،چې له دووکلونو ځنډه وروسته دې په افغانستان کې دجنګي جنایتونوتعقیبیدونکي دوسیه بیرته وسپړي.
داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ترنیواک لاندې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د سپړلو لپاره دهیګ نړیوالې محکمې د فیصلې شپاړس کلونه تیریږي.
له دې مخکې هم دغې نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د ارزونې اقدام کړی ؤخو په هغه وخت کې امریکا چې پوځیان ئې په افغانستان کې په براخو جنګي جنایتونو کولو تورن وو، ددغې محکې د څارنوالانو په ګواښلو اوبندیز لګولو سره انجام ته ددغې دوسیې د رسولو اجازت نه ورکوۀ.
په افغانستان کې دطالبانو ډلې په بیرته واکمنیدو سره چې ددغه هیواد په ضد دبهرنیو مرستو دغوڅيدو او مالی محدودیّتونو داعمالیدا سبب شوي ،په دغه هیواد کې بې وځلي ولوږه لازیاته پراخه شوې ده. په دغه شان شرائطو کې دنړۍ په تیره بیا د سیمې هیوادونه د افغانستان له ولس سره مرستې ته وړاندې شوي دي.
په افغانستان کې د ملګروملتو نمایندګۍ د ۲۰۲۲کال په جولائي کې،طالبانو ډله ددغه هیواد مخکینی حکومت له نسکوریدا وروسته د غیر قانونی وژلو ،شکنجو،خپل سرو نیونو او غیر انساني سزاګانو د اعمالولو مسئول اعلان کړي وو.